د ګمرکونو او عوایدو معین د سرحدي پولیسو له لوی رئیس سره وکتل!
9 سرطان 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو له لوی رئیس الحاج مولوي حزب الله افغان سره وکتل. په دې کتنه کې، چې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد هم شتون درلود، دواړو لوریو د هیواد په سرحدونو کې مسافرینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي، په یادو برخو کې د لازمې همغږۍ او همکارۍ پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.