د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر او ممنوعه توکي وسوځول شول!

سوزاندن.jpg

9 سرطان 1404

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۸) ټنه تاریخ تېر او ممنوعه توکي، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول. د یادولو ده، چې یاد تاریخ تېر توکي یوه اندازه یې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل شوي ول او یوه اندازه یې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد شوي ول، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې ساتل کېدل.