Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال د نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال د نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

مجلس نیمروز.jpg

1 ثور 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خسرو انوري د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه نیمروز ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت له شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کابینې له پریکړې سره سم په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو په لغو کیدو، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د توکو ګمرکي طی مراحلو په موخه د اسیکوډا په سیستم کې په یوزر جوړولو، د نیمروز ولایت د سوداګرو په شته ستونزو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال د نیمروز ولایت له سوداګرو نه غوښتنه وکړه چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په موخه دې ژر تر ژره په اسیکوډا سیستم کې یوزر جوړ کړي.
همداشان ښاغلي انوري وویل چې مالیې وزارت رهبرۍ په ګمرکونو کې ملي سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ته ژمن دی او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه وشي.