د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې
4 سرطان 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) مالي کال څلورمه اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې و. له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د صادراتي، وارداتي او ترانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې پر شته ستونزو او حل لارو، د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو په حلولو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو په لا ښه والي او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.