د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل شو!
3 سرطان 1404
د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار د هرات ګمرک د کنفرانسونو په تالار کې پیل شو. د دغه سیمینار په اوږدو کې به ګډونوالو ته د ګمرکونو قانون، ګمرکي طرزالعملونه، د ګمرکونو د بېلابېلو برخو د دندو لايحه، د وارد شویو توکو د پروسې طريقه، مالياتي کوډونه او د ارزونې څرنګوالی، د (T1)فورمونو بشپړه تشرېح او نور اړوند موضوعات په عملي او نظري بڼه تدريس شي، چې ورسره به په اړوندو برخو کې د کارکوونکو وړتیاوې لوړې او په چارو کې به لا ډېر سمون رامنځته شي.