د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ په ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

معينيت تعمير.jpeg

1 سرطان 1404

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ۱۴۰۴ مالي کال د همغږۍ درېمه ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.  
په دې ناسته کې، چې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د همغږۍ ناستې پریکړې باید پر خپل وخت سره پلي شي او پایلې هم د ناستې له ګډونوالو سره شریکې شي.
ور پسې له اجنډاء سره سم د تېرې ناستې د پریکړو په اړه بحث او خبرې وشوې او د ټاکل شویو پلاو راپورنه واوریدل شول.
همدا رنګه په دې ناسته کې په ګمرکونو کې د کارکوونکو له لوري د اسیکوډا په سیسټم کې د جوړو شویو یوزرونو په کارولو، د خامو نفتو د وارداتو په برخه کې پر شته ستونزو او حل لارو، د سوداګریزو شرکتو او صنعتي فابریکو د مالیاتو د تصفې او ګمرکي دین په برخه کې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د هغمږۍ په زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دا ناستې جوړیږي، چې ورته ناستې به په راتلوونکی کې هم دوام ولري.