تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي دي
13 جوزا 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۶۶۹۵) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۱۶۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۷۳۸۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۳۴۱۰) کیلو ګرامه خالي بوجۍ، (۹۲۳) کیلو ګرامه نوې البسه او (۱۸۰) کیلو ګرامه شامپو شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.