د کابل ګمرک کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پرورګرام پای ته ورسېد!

academy.jpeg

10 جوزا 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د کابل ګمرک (۴۴) تنو کارکوونکو ته جوړ شوی (۲۸) ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد. په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته ګمرکي قوانین، ګمرکي طرزالعملونه، وارداتي پړاوونه، صادراتي اظهارلیکونه، ټرانزیټي فورمونه او نور اړوند موضوعات تدریس شول، چې ورسره په یادو برخو کې د کارکوونکو وړتیاوې لوړې او اړوندې چارې به په لا ښه توګه تر سره شي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت تل هڅه کوي، د دغه ډول پروګرامونو په جوړولو سره د خپلو اړوندو ادارو ټول کارکوونکي په مسلکي وړتیاوو سمبال کړي؛ ترڅو شته ستونزې حل او د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره هيوادوالو ته لا هوساینې رامنځته کړي.