د سپین بولدک په ګمرک کې نږدې ۲۵ کیلو ګرامه نیشه یي مواد ونیول شول
9 جوزا 1404
د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ویښو او ځیرکو کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کې څه کم (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک کشف او ونیول شول، نیشه یي مواد د سیمنټو په یوه وارداتي محموله کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي ول، چې د یاد ګمرک د تشرېح برخې د ځیرکو کارکوونکو له لوري کشف او ونیول شول. نیول شوي مواد او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه امنیتي ادارو ته وسپارل شول.