د ګمرکونو لوی رئیس د خوست له والي او د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل!

معينيت تعمير.jpeg

6 جوزا 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر خوست ولایت ته تللی، د یاد ولایت له والي مولوي عبدالقيوم روحاني او یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل. د ګمرکونو لوی رئیس د خوست له والي سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو، د شتهستونزو پر حلولو، د ګمرکي عوایدو پر زیاتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه د ګمرکونو لوی رئیس د خوست ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د دوی شته ستونزې واورېدې او د ژر حلولو ډاډ یې ورکړ. د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې د خوست د محصولي ګمرک او د غلام خان ګمرک چارې هم له نږدې و ارزولې او د یادو ګمرکونو مسئولینو او کارکوونکو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس به په دې سفر کې د پکتیا ګمرک د چارو د ارزوني په موخه یاد ولایت ته هم سفر وکړي.