تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي دي

ګرفتاری قاچاق نیمروز.jpg

5 جوزا 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي،  چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۸۷۸۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۸۶۱) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۰۵۴) کیلو ګرامه لواشک، (۸۲۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۲۵۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۹۶۶) کیلو ګرامه مکروني، (۳۰۰) کیلو ګرامه بیسکوټ، (۱۵۶) کیلو ګرامه د پیزا پنیر او (۱۵۴) کیلو ګرامه انرژي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.