د اسلام کلا ګمرک له پاره د موټرونو د تمځای جوړولو چارې (۴۰) سلنه مخته تللي دي!
31 ثور 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې د (۲۳۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې رغنیزې چارې تر دې مهاله (۴۰) سلنه مخته تللي دي. د موټرونو یاد تمځای، چې په (۳۷) جریبه ځمکه کې په معیاري کانګرېټي بڼه جوړېږي د اور وژنې د سیسټم ترڅنګ د برېښنايي اسانتیاوو درلودونکی هم دی. د دې پروژې په پلي کېدو سره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح په برخه کې د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او د رغونې چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کېږي.