تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي دي

ګرفتاری-۲.jpg

29 ثور 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي،  چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۴۵۸۸) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۲۲۳) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۳۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۲۳۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه رخت، (۱۰۸۰) کیلو ګرامه شامپو، (۸۲۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۴۴۰) کیلو ګرامه شیریني باب، (۴۱۶) کیلو ګرامه جوس، (۲۵۰) کیلو ګرامه خالي کارټن، (۱۲) پایې کولرونه او (۳۱) عرادې موټرسایکلونه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.