د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

23 ثور 1404

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ دوهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې، چې د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د چارو د لا ښه والي له پاره د اړوندو ریاستونو تر منځ همغږي اړینه ده او ټولو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دې ناستو پرېکړې پر خپل وخت سره پلي کړي. ور پسې د تېرې ناستې د پرېکړو په اړه خبرې وشوې او د ټاکل شویو پلاوو راپورنه واورېدل شول. همدارنګه په دې ناسته کې د اسیکوډا په سیسټم کې د نفتي او سوداګریزو جوازونو د ثبت پر څرنګوالي، د صنعتي فابریکو له لوري د خامو موادو پر واردولو او په دې برخه کې پر شته ستونزو او حل لارو، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۱۷) ماده‌ییز حکم پر پلي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث ترسره او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې. د یادولو ده، چې دغه ناستې د یادو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړي کولو په موخه کېږي، چې دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.