تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

دستګیری-۳.jpg

23 ثور 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۰۱۵۶) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۹۱۲) کیلو ګرامه انساني، یوناني او زراعتي درمل، (۴۰۱۰) کیلو ګرامه لواشک، (۱۷۹۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۷۲۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۸۵) کیلو ګرامه خوراکي مالګه او (۱۳۱۶) کیلو ګرامه مکروني شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.