د ګمرکونو عمومي رٸيسې د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفير سره په دوه اړخيزو ګمرکي مسايلو خبرې وکړې

مجلس رئيسه با سفیر.jpg

31 حمل 1400
د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي رٸيسې اغلى امنې احمدي نن د وري مياشتې په ٣١مه نېټه د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفير ښاغلي خواجه شادمانوف سره وکتل.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګمرکي دوه اړخيزو همکاريو په لا زياتوالي، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د دواړو هيوادونو تر منځ په سمه توګه د لاسليک شويو ګمرکي هوکړه ليکونو په پلي کيدو او يو شمير نورو ورته مسايلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.