د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

معينيت تعمير.jpeg

22 ثور 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) مالي کال دویمه اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې و. له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې د پراختیایې او تجهیزاتي پروژو د پلي کیدو په څرنګوالي، د صادراتي، وارداتي او ترانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې پر شته ستونزو او حل لارو، په ګمرکونو کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو په حلولو، د ورځنیو چارو په لا ښه والي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې. همدا رنګه په دې ناسته کې په ولایتي ګمرکونو کې د خطر کمېټو د پریکړو راپور هم وړاندې شو