د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د سایوان جوړولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

construction project-2.png

21 ثور 1404

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژې رغنیزې چارې تر دې مهاله (۸۵٪) بشپړې شوي دي. یاد ستر سایوان، چې (۳۵۰) متره اوږدوالی او (۲۳) متره پلنوالی لري. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ګمرکي تشرېح پر مهال د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي او چارې یې د یو افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کیږي.