د فاریاب ولایت د اقینې ګمرک د ارشیف جوړولو پروژې رغنیزې چارې په چټکۍ سره رواني دي
23 ثور 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د اقینې په ګمرک کې د ارشیف جوړولو پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي، چې تر دې مهاله (۳۰٪) پر مخ تللي دي. د یاد ارشیف په جوړېدو سره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو او د اداري چارو د لا چټکتیا په برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. یاد ارشیف په پوره معیاري ډول جوړېږي او په یوه وخت کې به د (۲۵) زره دوسیو د ساتلو وړتیا ولري. د یادولو ده، چې د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو د عصري کولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ګڼې ګټورې پروژې پلي شوي او ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي.