تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
16 ثور 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیوليدي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۶۰۳۳) کیلو ګرامه انساني، زراعتي او حیواني درمل، (۷۳۲۵) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۴۷۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه ، (۳۹۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه تنباکو،(۴۲۷) کیلو ګرامه شامپو، (۴۷۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۶۹۲) کیلو ګرامه نوی البسه، (۴۱۰) کیلو ګرامه ملایې، (۳۵۰) کیلو ګرامه نوشابه باب، (۲۴۰) کیلو ګرامه رُب او (۱۳۰) کیلو ګرامه د لیمو اوبه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.