تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
9 ثور 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۲۵۶۰) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۵۲۶۵) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۱۹۲۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۱۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۰۵۶) کیلو ګرامه پنیر،(۹۰۰) کیلو ګرامه د لیمو اوبه، (۲۲۰) کیلو ګرامه وچې شیدې او (۶۱۶) کیلو ګرامه مکروني شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.