د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال د کندهار ولایت له ملي سوداګرو سره وکتل

جلسه دوم عمر مومند در قندهار.jpg

31 حمل 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي عمر مومند د وري میاشتې په ۳۰ مه نېټه کندهار ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت له شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي نصرالله زهیر او د د یادې خونې مرستیال هم شتون درلود، دواړو لوریو د افغانستان د کابینې له پریکړې سره سم په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو په لغو کیدو، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د توکو ګمرکي طی مراحلو په موخه د اسیکوډا په سیستم کې په یوزر جوړولو، د کندهار ولایت د سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو، په ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره د اسانتیاو په برابرولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل چې د ګمرکي اظهارلیکونو ډکول اوس مهال الکترونیکي شوی او سوداګر کولی شي د اسیکوډا له سیستم څخه د یوزر تر لاسه کولو وروسته له هر ځای څخه ګمرکي اظهارلیکونه ډک او په سیستم کې یې ثبت کړي. نوموړي د کندهار ولایت سوداګرو نه غوښتنه وکړه چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په موخه دې ژر تر ژره په یاد سیستم کې یوزر جوړ کړي.
همداشان ښاغلي مومند په دې ټینګار وکړ چې په ګمرکي چارو کې د لا روڼتیا رامنځته کولو او په سمه توګه د عوایدو راټولیدو په موخه دې د ملي سوداګرو او د کندهار ګمرک د مسؤلینو تر منځ د همغږۍ دوامداره ناستې تر سره شي. نوموړي له سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې په یادو برخو کې دې خپلې طرحې د ګمرک له مسؤلینو سره شریکې کړي.