د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول!
9 ثور 1404
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۷) زره کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول. د یادولو ده، چې د دغو توکو یوه اندازه یې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل شوي ول او یوه اندازه یې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد شوي ول، چې د ګمرک په هنګرونو کې ساتل کېدل.