د کندهار په محصولي ګمرک کې د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو

solar system in kdr.jpg

6 ثور 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار محصولي ګمرک له پاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. تر دې وړاندې د کندهار محصولي ګمرک برېښنا له دولتي او د جنراټور له برېښنا څخه چمتو کېده، چې ورځنی لګښت یې شاوخوا (۱۹۵۴۰) افغانۍ، میاشتنی (۵۰۸۰۴۰) افغانۍ او کلنی لګښت یې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ کېده  د لمریزې برېښنا د سیسټم له فعالېدو سره به په کلني ډول په میلیونونو افغانۍ و سپمېږي او ترڅنګ به یې تخنیکي ستونزې هم راکمې شي. د یادولو ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري پلي شوي دي..