د فراه ولایت د ګمرک او مستوفیت تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

ابونصر فراهی ګمرک.jpeg

31 حمل 1404

د فراه ګمرک د رئیس او د یاد ولایت د مستوفي په ګډه مشرۍ د دواړو ادارو تر منځ په اړوندو چارو کې د لا همغږۍ او همکارۍ د را منځته کیدو په موخه ناسته وشوه. په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو شرکتو د باقیاتو د راټولولو په څرنګوالي، په شفاف ډول د ملي عوایدو په راټولیدو، مراجعینو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ادارو د همغږۍ ناستې د پریکړې له مخې په ولایتي کچه د ګمرکونو او مستوفیتونو تر منځ په دوامداره ډول باید د همغږۍ ناستې جوړې شي.