د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته کې مهمې پرېکړې وشوې

معينيت تعمير.jpeg

28 حمل 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د همغږۍ لومړنۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې تر سره او د یو لړ مهمو موضوعاتو په تړاو پرېکړې پکښې وشوې.
په دغه ناسته کې د اړوندو ریاستونو د پېچلو پروسو پر ساده کولو، په ولایتي ګمرکونو کې د نفتي موادو د بار وړونکو موټرونو له پاره د ځانګړي تمځای د مشخصولو له پاره د پلاوي پر ګمارلو، د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست د کارکوونکو له پاره په اسیکوډا سیسټم کې د یوزرونو پر جوړولو او د ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.
همداراز د ګمرکونو او عوایدو معین د اړوندو ریاستونو له مسئولینو څخه وغوښتل، چې د تېر مالي کال عمده ستونزې معلومې کړي او د حل له پاره دې په روان کال کې اړین اقدامات ترسره کړي. نوموړي د چارو د لا ښه والي په موخه د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دا ناستې جوړېږي، چې ورته ناستې به په راتلونکې کې هم دوام ولري.