د اقینې سرحدي ګمرک مسؤلینو سوداګرو ته د اسیکوډا په سیستم کې د یوزر جوړولو په موخه پوهاوی ورکړ
31 حمل 1400
د اقینې سرحدي ګمرک د مسؤلینو له لوري تېره ورځ د وري میاشتې په ۳۰ مه نېټه یو شمېر سوداګرو ته د اسیکوډا په سیستم کې د یوزر جوړولو په موخه پوهاوی ورکړل شو او له دوی څخه وغوښتل شول چې ژر تر ژره دې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په موخه دې د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د اسیکوډا په سیستم کې د توکو د طی مراحلو لپاره یوزر جوړ کړي.