سپین بولدک په ګمرک کې د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړې لاره پرانیستل شوې ده!
27 حمل 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پر بنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته یې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلی. د سپین بولدک په ګمرک کې له پاکستان څخه د جبري را ایستل شویو هیوادوالو له پاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي. پخوا به راستنېدونکي کډوال مکلف ول، چې د راتګ پر مهال ګمرکي پارچه واخلي، چې د پارچې اخیستل د دوی د سر ګردانۍ سبب ګرځېدل. اوس مهال د مسئولینو په هدایت د یادې پارچې اخیستل لغوه شوي او تر څنګ یې د راستنېدونکو کډوالو له پاره په دغه ګمرک کې ځانګړې لاره پرانیستل شوې ده؛ څو کډوالو ته د هوسا ستنېدنې زمینه برابره شي.