د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم په ګمرک کې د راستنېدونکو کډوالو له پاره د ګمرکي اسانتیاوو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ!
25 حمل 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئيس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر ننګرهار ولایت ته تللی، هلته یې د ولایتي مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت د ګمرک له چارو څخه د لیدنې تر څنګ، په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس له پاکستان هیواد څخه په جبري ډول د رایستل شویو هیوادوالو له پاره د ګمرکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د تورخم ګمرک مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو راستنېدونکي هیوادوال په اړوندو برخو کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
د تورخم ګمرک مسئولینو په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو کلک هوډ څرګند کړ او هيواد ته د کډوالو د هوسا راستنېدنې په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.