د ګمرکونو او عوایدو معین نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر وکړ!

نیمروز.jpeg

23 حمل 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل نیمروز او فراه ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د یادو ولایتونو د مستوفیت او ګمرک څخه پر لیدنې سربېره د فراه ولایت له والي، کمیسار او په دغه ولایت کې د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست له مسئولینو سره هم ولیدل. ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کې د اړینې همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د ولایتي مسئولینو ستونزې هم واورېدې او ورته د اصولي رسېدنې ډاډ یې ورکړ. د یادولو ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدنې تر څنګ د هيوادوالو ستونزې هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.