Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت د بندر والۍ له پاره د موټرونو تمځای جوړېږي! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت د بندر والۍ له پاره د موټرونو تمځای جوړېږي!

نیمروز.jpg

21 حمل 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۵۴،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندر والۍ له پاره د موټرونو تمځای د جوړولو پروژه نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او ولایتي مسؤلینو په شتون کې پیل شوه. 
د موټرونو دغه تمځای په شاوخوا (۴۷) جریبه ساحه کې په اساسي ډول جغل اچونه کیږي، چې په جوړېدو سره به یې د ګمرک کارکوونکو، سوداګرو او موټر چلوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې د یوه افغاني شرکت له لوري تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړې شي