د ګمرکونو لوى رياست علمياتي مرستيال د کندهار ګمرک د کارکونکو ستونزې واوريدې

جلسه عمر مومند در قندهار.jpg

31 حمل 1400

د ګمرکونو لوى رياست عملياتي مرستيال ښاعلي عمر مومند کندهار ولايت ته په رسمي سفر تللى او نن د وري مياشتې په ٢٩مه نېټه يې د ياد ولايت د ګمرک له کارکونکو سره وکتل.
په دې ليدنه کې د ګمرکونو لوى رياست عملياتي مرستيال وويل چې د کندهار ګمرک د هيواد له مهمو ګمرکونو څخه دى او د ملي عوايد په راټوليدو کې ستر رول لري، ښاغلي مومند د ياد ګمرک کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ملي عوايدو په راټوليدو، په سمه توګه د ګمرکي محمولو د تشريح او له فساد سره په مبارزه کې هلې ځلې وکړي.
همداشان د ياد ګمرک کارکونکو په خپله کاري ساحه کې د شته ستونزو يادونه وکړه چې ښاغلي مومند ورسره د ستونزو د حل ژمنه وکړه.