په تېرو دوه اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

قاچاق ګرفتار شده.jpg

13 حوت 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوه اوونیو کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۰۷۷۸) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۵۶۶) کیلو ګرامه انساني، حیواني او زراعتي درمل، (۳۹۲۲) کیلو ګرامه شامپو، (۳۳۰۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۹۲۰) کیلو ګرامه کینو، (۶۷۸۰) کیلو ګرامه کاکو، (۲۸۲۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۸۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۲۷) کیلو ګرامه بسکویټ، (۲۴۳۰) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۱۱۲۵) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۱۰۶۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۰۵۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۱۳۰۰) کیلو ګرامه تار، (۲۷۰۰) کیلو ګرامه د ماشومانو پمپر، (۲۸۵) کیلو ګرامه ملایي، (۳۵۰) کیلو ګرامه مکروني، (۱۲۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۴۴۸) کیلو ګرامه چسپ او (۱۱۰) کیلو ګرامه دال شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.