Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د خوست محصولي ګمرک د لیلیې جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د خوست محصولي ګمرک د لیلیې جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

خوست ګمرک.jpeg

9 حوت 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره لیلیه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. یاده لیلیه په بشپړ معیاري ډول په دوه پوړونو کې جوړه شوې، چې (۲۰) خونې (۱۲) عصري حمامونه، (۱۲) تشنابونه، یو پخلنځای او نور اړین تجهیزات لري، چې له دې وروسته به د یاد ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي. د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او چارې یې په نږدې (۱۵) میاشتو کې د یو افغاني شرکت له لوري بشپړې شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصرفراهي ګمرک لیلیه هم له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارله.