Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه!

ګمرک ابونصر فراهی.jpg

8 حوت 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۲.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د کارکوونکو له پاره عصري لیليه جوړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه لیلیه په معیاري ډول په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده، چې د (۲۱) خونو، عصري حمامونو، تشنابونو او نورو اړینو امکاناتو درلودونکي ده، چې له دې وروسته به د دغه ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابري شي. د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او رغنیزې چارې يې د یوه افغاني شرکت له لوري په (۱۴) میاشتو کې بشپړې شوې دي. د یادولو ده، چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګرو او کارکوونکو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بېلابېلې ګټوري پروژې پلي شوي او ځیني يې د پلي کېدو په حال کې دي.