د نیمروز په ګمرک کې څه باندې شپږ څلوېښت ټنه تاریخ تېر توکي وسوځول شول!

Burning medicin.jpg

26 February 2025

د مالیې وزارت د نیمروز ګمرک ریاست له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۹۲۷۰) کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي او (۱۷۲۳۰) کیلو ګرامه تاریخ تېر درمل، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کي يې شتون درلود؛ د اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکي پلاوي په شتون کې وسوځول. دغه تاریخ تېر قاچاقي توکي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، د نیمروز ولایت په ګمرک کي له راټولولو وروسته، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ وسوځول شول.