د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

training.jpg

7 حوت 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم د مرکز او ولایتي ګمرکونو (۳۷) تنه کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په اکاډمۍ کې د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندې یو میاشتنی روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه پروګرام کې د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د قانون د تنفیذ رئیس محترم حافظ حضرت، د مالیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د استخدام آمر مولوي نیاز محمد منصور، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس شیخ مولوي محمد مبین امیني، د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یاد آمریت ښوونکو ګډون کړی وو.
 د غونډې په پرانیستنې وینا کې د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس حافظ حضرت ګډونوالو ته وویل، چې تاسې د ولس غوره خلک یاست او باید خپل مسٔولیتونه او دندې په ښه توګه ترسره کړئ، همدارنګه ولس پر تاسې نېک ګمان کړی او مشرانو تاسې ته  دغه دنده درسپارلی؛ نو لازمه ده، چې دغه نېک ګمان ضایع نه کړی.
وروسته بیا د مالیی وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مولوي شیخ محمد مبین امینی په خپلو خبرو کې د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو له جوړېدو مننه وکړه او له فارغینو څخه یې وغوښتل، چې خپل ځانونه په ښو اعمالو سمبال کړي او اړوند ولایاتونو کې د دعوت او ارشاد له شته آمریتونه سره پوره همکاري وکړي.
ور پسې د مالیې وزارت د کارکونکو چارو ریاست د استخدام آمر مولوي نیاز محمد منصور هم په خپلو خبرو کې وویل، کومې زده کړې، چې کوئ تر خپلو نورو همکارانو يې په سمه توګه ورسوئ او ترڅنګ يې په خپلو ورځنیو چارو کې هم پلي کړئ.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروګرام کې د مرکز او ولایتي ګمرکونو د تشرېح او بررسۍ کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مسلکي ښوونکو له لوري ګمرکي قوانین، طرزالعملونه، د ګمرکي اموالو تشرېح، ګمرکي بیه ټاکنه، ګمرکي بررسي، کورنی او بهرنی ټرانزیټ او اسیکوډا سیسټم تدریس شوي.