د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!
7 حوت 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم د مرکز او ولایتي ګمرکونو (۳۷) تنه کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په اکاډمۍ کې د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندې یو میاشتنی روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد. په دغه پروګرام کې د مرکز او ولایتي ګمرکونو د تشرېح او بررسۍ کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مسلکي ښوونکو له لوري ګمرکي قوانین، طرزالعملونه، د ګمرکي اموالو تشرېح، ګمرکي بیه ټاکنه، ګمرکي بررسي، کورنی او بهرنی ټرانزیټ او اسیکوډا سیسټم تدریس شوي.