د حیرتان ګمرک د موټرونو تمځای په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!
30 دلو 1403
د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د څه باندې (۴۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د حیرتان په ګمرک کې د موټرونو تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې تمځای په (۴.۵) جریبه ځمکه کې په اساسي ډول کانکریټ اچونه شوې او په (۱۰جریبه او ۵۰۰) متره مربع ځمکه کې ژغل اچول شوی، چې په یوه وخت د شاوخوا (۱۳۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري. همدارانګه په دې تمځای کې د پلي تګ منظمې لارې، (۱۲۴۰) متره مربع زرغونې سیمې، (۱۹) دانې جذبي څاګانې، د روښنایې له پاره (۱۰) پایې د برېښنا ستنې او په ژغل اچول شوې برخه کې د موټرونو د تمځای له پاره د (۴۰۰) متره په اوږدوالي سره ډبرین دېوال هم شتون لري. د موټرونو د یاد تمځای له جوړېدو سره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول شوې ده او چارې یې په (۷) میاشتو کې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شوي دي.