تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي!
30 دلو 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په نیول شویو توکو کې (۲۲۳۲۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۴۰۱۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۴۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۱۱۰۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۱۴۲۸) کیلو ګرامه مکروني، (۲۳۸۵) خالي بوجۍ، (۱۲۰۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۱۷۸) کیلو ګرامه بېلابېل ډول پلاستیک، (۶۱۰) کیلو ګرامه درمل، (۳۷۵) کیلو ګرامه د دیګ مساله، (۵۵۳) کیلو ګرامه ځکمني توت، (۳۰۰) کیلو ګرامه ګوګړ/اورلګید او (۱۸۰) کیلو ګرامه ملایي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.