د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه!

معينت ګمرکات.jpeg

27 دلو 1403

د سلواغې ۲۷مه ۱۴۰۳هـ.ل د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چارو د لا ښه والي، د ادارو ترمنځ د پراخي همغږۍ رامنځته کېدو او نورو اړینو مسایلو په تړاو خبرې او سپارښتنې وکړې. په دې ناسته کې د تېرې ناستې پرېکړې و ارزول شوې، ټاکل شویو کمېټو خپل راپورونه وړاندې او له هر اړخیز بحث وروسته لازم هدایات وړاندې شول. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناستې جوړېږي او راتلونکو ناستو ته یې پایلې وړاندې کېږي.