د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

مجلس رئیسه همراه تجاران ۲۹ حمل ۱۴۰۰.jpg

30 حمل 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي د وري میاشتې په ۲۹مه نېټه له یو شمېر ملي سوداګرو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند هم شتون درلود، دواړو لوریو په ګمرکونو کې د ملي سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وکړې او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.