د روان کال د مرغومي په میاشت کې د هیواد ګمرکي چارو (۱۵،۷) سلنه پرمختګ کړی !
24 دلو 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین، د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي، د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ د تجربو په شریکولو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د قاچاقي او ممنوعه توکو د مخنیوي، په دقیق ډول د خالي بار وړونکو موټرو د وزن معلومولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولايتي ګمرکونو مسئولیتو ته لازمې سپارښتنې وکړې. ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د مرغومي په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو. په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې (۱۵،۷) سلنه مثبتې وښودل شوې. د وړاندې شوې راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکي شوې.