تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې (۵۱) زره کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي
21 دلو 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې (۵۰) زره (۹۴۸) کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۶۶۹۰) کیلو ګرامه رُب، (۸۸۸۷) کیلو ګرامه ګوړه، (۳۲۹۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۲۱۰) کیلو ګرامه خام نخود، (۹۰۰) کیلو ګرامه د پیازو تخم، (۱۰۲۶) لیټره خوراکي غوړي، (۶۲۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۴۰۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۳۹۲) کیلو ګرامه مکروني، (۲۳۷) کیلو ګرامه ملایي، (۲۶۴) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۶) کیلو ګرامه درمل، (۲۴۰) کیلو ګرامه مربا، (۲۱۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۷۷) کیلو ګرامه البسه، (۱۶۰) کیلو ګرامه د زنګ ضد، (۲۵۵) کیلو ګرامه پلاستیکي پیپونه او (۷۰) کیلو ګرامه لواشک شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.