د ګمرکونو او عوایدو معین د نورم او ستنډرډ ملي ادارې له رئیس سره وکتل
20 دلو 1403
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د افغانستان د نورم او ستنډرډ ملي ادارې (انساء) له رئیس مولوي فیض الله تمیم سره په یاده اداره کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د نفتي موادو د کیفیت او څارنې رئیس هم شتون درلود، دواړو لوریو پر شته نورمونو او په دې برخه کې د ستونزو پر حلولو هر اړخیز بحث او سلا مشورې وکړې.
د یادولو ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړوند د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست د منل شويو معیارونو سره سم، د هیواد په ګمرکونو کې د واردېدونکو نفتي موادو د کیفیت کتنه کوي او هیواد ته د لوړ معیار درلودونکو نفتي موادو را واردېدولو ته زمینه برابروي.