د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه
20 دلو 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د کانونو او صنایع خونې د رئیس شیرباز کمین زاده په ملتیا د کابل ښار له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ګمرکونو او عوایدو معین د یادو فابریکو مسؤلینو ته وویل، چې له صنعت څخه ملاتړ او د صنعتکارانو ستونزو ته رسېدنه زموږ په لومړیتوبونو کې راځي او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د تولیدي توکو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.
د یادولو ده، چې د مالیې وزارت د کورني صنعت د ودې او ملاتړ له پاره په اړوندو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.