Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات له والي سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات له والي سره وکتل

ا ا ا معينیت.jpg

20 دلو 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، نن په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت له والي شیخ مولانا اسلام جار صاحب سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د خصوصي سيکټور او د اسلامي امارت د مشارکت پر بنسټ، د وارداتي او صادراتي توکو د تخلیې او بارګیرۍ او اقتصادي فعالیتونو ته د ځانګړي ځای په چمتو کولو، په خپل وخت سره د سوداګرو ستونزو ته پر رسېدو او دوی ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ګمرکونو او عوایدو معین په خپلو ولایتي سفرونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د دوی ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو ولایتونو له مسؤلینو سلا مشورې کړي دي.