Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال نولسمه اداري ناسته وشوه! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال نولسمه اداري ناسته وشوه!

رياست عمومی ګمرکات.jpeg

15 دلو 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳) کال نولسمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وشوه، چ د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون پکښې کړی وو. په دې ناسته کې د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې پر شته ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو او عوایدو د همغږۍ ناستې د پرېکړو د پلي کېدو پر څرنګوالي، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د راوړل شویو کانټینرونو په بیرته صادرولو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.