د مرکز او ولایتي ګمرکونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو!

training.jpg

15 دلو 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي ګمرکونو(۴۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي، قوانینو، طرزالعملونو، بیې ټاکنې او بررسۍ په برخو کې روزنیز پروګرام پیل شو. په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوی عبدالهادي سیف الخالد، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس حافظ حضرت علي، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.   د غونډې په پرانیستې وینا کي د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي هر نظام نظم ته اړتیا لري او ټول کارکوونکي باید په پوره صداقت او سپېڅلتیا خپلې چارې ترسره کړي. د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس، روزنیز پروګرامونه د کاري بهیر په ښه کولو کې خورا مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې کارکوونکي باید له دې اسانتیاوو څخه اعظمي ګټه واخلي او مسئولیتونه په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره سرته ورسوي. د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي، چې له دې سره به د کارکوونکو وړتیاوي لوړې او په چارو کې به هم لا ښه والی راشي.