تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq-6.jpg

14 دلو 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې (۴۱) زره (۹۶۲) کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۵۸۰۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۸۴۴۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۴۹۷۲) کیلو ګرامه مالټې، (۵۲۷۸) کیلو ګرامه انساني، زراعتي او حیواني درمل، (۳۰۰۵) کیلو ګرامه پمپر،  (۲۹۷۳) کیلو ګرامه البسه، (۱۴۴۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه او (۵۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې شاملې دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.